اسلام آباد 27ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې فلسطين او لبنان كښې د اسرائيلي يرغل بې نقابه كولو سر?? وئېلي دي دا يوازې يوه شخړه نه ده٬ دا د معصومو خلقو منظمه وژنه او د انساني ژوند او د وقار په روح بريد دے۔د جمعې په ورځ په خپل خطاب كښې ده ووئيل د غزه د خلقو په حالت زار د پاكستان اولس لخوا د غم دړد څرګندونه كوم٬په مقدسه خاوره رامخې ته شوې پیښې ته په كتلو زمونږ زړونه غم جن دي٬يو ??اسې پېښه كوم چې د انسانيت ضمير او د دې ادارې بنياد لړزوي۔ده ووئيل كله چې ماشومان د خپلو غورځېدلو كورونو د ملبې لاندې ګېر شوي وي نو مونږ د انسان په حېث خاموش پاتې كېدې شوو ؟ولې مونږ د هغه مئيندو نه سترګې پټولې شوو ۔د غزه د ماشومانو په وينه نه يوازې ?? ظالمانو لاسونه رنګ دي بلكې هغه كسان هم كوم چې دې ظالمانه شخړې ته طول وركولو كښې شريك دي۔شهباز شريف ووئيل په څو ورځو كښې په لبنان د اسرائيل لخوا بې دريغه بمبارۍ څخه د مېرمنو او ماشومانو پشمول 500 څخه زيا?? كسان مړه شوي۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد كښې په ناكامۍ د اسرائيل حوصله زياتېږي٬دا مينځنے ختيز د يو ??نګ سر?? د مخ كولو خطره راپېدا كوي د كومې نتيجې چې به په نړيواله كچه سنګينې او د تصور نه ډېرې زياتې وي۔
Nguồn bài viết : Trận đá gà 24 tỷ